د کرنې وزارت د ارزګان په ګډون د هېواد په ۱۲ولایتونو کې د ۴۵۰میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو واړه بندونه جوړوي.
د افغانستان د کرنې وزارت د تداروکاتو د رياست د پلان عمومي مدير انجينیر نورالحمن رحمانيار وايي، دغه واوړه بندونه د ټولو ۱۲ ولايتونو په هرې ولسوالۍ کې د شاوخوا ۳ ميليونه افغانيو په ارزښت جوړيږي.
هغه وايي: « د ۴۵۰ميليونه افغانيو په ارزښت په ۱۲ ولايتونو کې په هره ولايت کې چې هره څومره ولسوالۍ دي، په هغو ولسواليو کې د اوبو يو چيک ډيم په پام کې نيول شوی چې له داخلي بودجي څخه یې لګښت ورکوي کېږي او په راتلونکو ورځو به په عملي ډول دغه کارونه شروع شي.»
د کرنې وزارت ياد انجينر دغه څرګندنې په ارزګان کې د يو سربند د جوړيدو په مهال وکړي.
د کرنې وزارت پر داسي مهال د هېواد په دولس ولايتونو کې د ۴۵۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د چيک ډيمونو د جوړېدو خبر ورکوي چې په دې وروستيو کلونو کې د هېواد په ګڼو ولايتونو کې خلک له سختې وچکالۍ سره مخامخ دي.
خلک وایي، که د هېواد اوبه دغسې مهار شي، په هېواد کې به د وچکالۍ اندېښنې ختمي شي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27752